ټولنه

د نورستان د ولایتي شورا غړی: ای هیډ موسسه له کرونا هم ګواښوونکې ده

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د نورستان د ولایتي شورا غړی عمر فاروق قانوني وايي: که څه هم د کرونا په لګول شوې بودجه کې فساد نه دی شوی، خو ای هیډ موسسې ته د کروناویروس د مخنیوي پروژه ورکول فساد ته لاره جوړل دي.
عمر فاروق قانوني که څه هم اسناد وړاندې نه کړل، خو په وینا یې په دې پروژه کې شراکت روان دی.
هغه وايي: په نورستان کې شپږ میاشتې کېږې چې روغتیاپالانو ته معاش نه دی ورکړ شوی، د کرونا د درملنې په مرکزونو کې درمل نشته او ګڼې نورې ننګونې هم شته چې نورستانیان یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
قانوني ګواښ وکړ، که ای هیډ خپل فعالیتونه د قرارداد مطابق ترسره نه کړي، د ولسونو له پراخ غبرګون سره به مخ شي او په دغه ولایت کې به یې دفترونه وتړل شي.
په ورته وخت کې د نورستان مالي او اداري رییس عبدالحسیب انوري مني چې یاده موسسه ګڼې ستونزې لري، هغه له یادې موسسې سره ترسره شوی قرارداد ناقص وباله او غوښته یې وکړه چې د ای هیډ پر ځای دې له بلې موسسې سره قرارداد وشي.
د نورستان د عامې روغتیا ریاست هم په یاده موسسه کې ستونزې مني او زیاتوي چې ای هیډ نه ده توانېدلې چې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي.
بل خوا بیا د ای هیډ موسسې استازی محمد موسی که څه هم یو شمېر ستونزې مني؛ خو دی هم د عامي روغتیا وزارت پړ ګڼي چې دوی ته یې په وخت بودجه نه ده انتقال کړې.
خلک هم د ای هیډ موسسې له فعالیتونونو ناخوښ دي او له چارواکو غوښتنه کوي چې له یادې موسسې قرارداد بېرته واخلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته