کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر
د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې پرون مخابراتي خدمتونه فعال شول.
د نورستان یوې سیمه ییزې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د سیمې اوسېدونکو په غوښتنه په یادې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه فعال شول.
سرچینې زیاته کړه، چې د نورستان په نورو برخو کې د مخابراتي پایو نصبول دوام لري او ټاکل شوې ده د دغه ولایت په ټولو برخوکې مخابراتي خدمتونه فعال شي.
د یادونې وړده چې مخکې له دې دغه مخابراتي خدمتونه د نورستان په زیاتو سیمو کې غیرفعال وو.
ع