خبرونهټولنه

د نورستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه دوام لري

 کابل / د غبرګولي ۱۱ / باختر

یوه اوونۍ مخکې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په دریو ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې اوس هم دوام لري.

د نورستان یو سیمه ییز مسوول باختر آژانس ته وویل چې د ننګر د اور وژنې او د نورستان د اور وژنې او امنیتي مسوولین په دې نه دي توانېدلي چې اور په بشپړ ډول مړ کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي که چېرې اور مړ نشي د جلغوزیو په لسګونه جریبه ځنګلونه به له منځه لاړشي.

د نورستان سیمه ییزو مسوولینو د اور مړه کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د یوبل خبرله مخې، پرون د نورستان د وامای ولسوالۍ په یو ځنګل کې اور ولګېد؛ خو  د ژوندانه چاپیریال ساتنې منسووبینو دغه اور په وخت سره مهار کړ.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته