خبرونهروغتیا

د نورستان په ۴ ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړېږي

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د نورستان په برګمیټال، کانتیوا، ملېل ماشپه او دواب ولسوالیو کې خلکو ته د معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ لوی او منځني روغتیايي مرکزونه جوړېږي چې د رغولو چارې یې پرون پيل شوې دي.

په نورستان کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د سویډن موسسې کارکوونکو ته یې په یادو ولسوالیو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه روغتیايي مرکزونه د سوېډن موسسې د رغونې او ابادۍ پروګرام په آډانه کې جوړیږي. د هېواد په ختیځ کې د یادې موسسې مسوول منیېر احمد منیب پرون د نورستان له والي حافظ محمد آغا حیکم سره کتلي او د پروژو معلومات یې ورسره شریک کړي دي.

ښاغلي منیب په دې کتنه کې ویلي چې د یادو پروژو تدارکاتي چارې بشپړې شوې او د پروژې د تطبیق او پلې کېدو لپاره یې رسمآ کار پیل کړی دی.

هغه زیاتوي، چې د نورستان د ولایتي ادارې له لارښوونې وروسته یې د کانتیوا روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د نورستان والي ښاغلي حکیم، د سوېډن موسسې کارکووونکو ته د ولایتي ادارې له لورې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی. هغه ویلي چې روغتیايي مرکزونه د نورستان د غریب ولس په ژوند کې اساسي رول لري او په رغولو کې يې باید د نورستان ولایت موسمي شرایط په پام کې ونیول شي او کیفیت ته یې هم ځانګړې پاملرنه وشي.

والي ویلي، ولایتي اداره هڅه کوي چې د مرکز او همکارو ادارو په مرسته د روغتیا په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې د نورستان خلک د روغتیا په برخه کې له ستونزو خلاص شي.

د یادونې وړ ده، چې په تېر کې د نورستان روغتیايي سکتور د لومړنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو کې ستونزې لرلې؛ خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول نورستان کې خلک له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن او ګټه ترې اخلي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته