کابل، د غبرګولي ۱۸ مه، باختر
د نورستان والي حافظ محمد اغا حکیم وایي: پلان لري چې یاده سل کسیزه قطعه په هغه سیمو کې په دندو وګماري چې د ځنګل د غوڅولو، سوځولو او یا د ویجاړېدو وېره موجوده وي.
د نورستان والي د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس ته لارښوونه وکړه چې وړ او مناسب کسان د ځنګلونو د ساتنې په موخه استخدام کړي، ترڅو مسؤلیت درک او پرخپل وخت د ځنګلونو څخه د ساتنې په موخه اقدام وکړي.
ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم وویل چې یاده محافظتي قطعه به په لنډه موده کې د ځنګل په ساتنه کې همکاري وکړي ،هغه زیاتوي د ځنګل د ساتنې قطعه به د ولایت په ختيځ، لوېديځ او مرکزي برخه کې ځای پرځایي کړي چې د ولسونو سره به په همغږۍ د ځنګلونو ساتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په نورستان کې د ځنګلونو غوڅول او قاچاق د اسلامي امارت د راتګ سره سم بند شوی او هیچاته اجازه نه شته چې ځنګلونه غوڅ او قاچاق کړي.
ع