سیاستخبرونهټولنه

د نيمروز والي د خوړو نړېوال سازمان له پلاوي سره وکتل

کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر

د نيمروز والي ملا نجيب الله رفيع د خوړو نړيوال سازمان له سلاکارې اليس ويران(Elise verran) سره وکتل.

په دې کتنه کې د خوړو  نړيوال سازمان سلاکارې د خپل سفر موخه د هغو مرستو د بهير څارنه وبلله، چې  WFP موسسې په چاربرجک او کنګ  ولسواليو کې له اړمنو کورنیو سره کړې دي.

په همدې حال کې د نيمروز والي ملا نجيب الله رفيع له پلاوي څخه د چخانسور او کنګ د سړکونو د ترميمولو، د هوايي ډګر سالون د ترميم او د استنادي دېوالونو د جوړولو په برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د نيمروز والي دغه راز زياته کړه، چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره په ټول هېواد کې امنيت تامين دى او نړيوال سازمانونه کولاى شي له کومې انديښنې پرته خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

\ ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته