روغتیا

د نړۍ روغتيايي سازمان افغانستان ته د درملو اوطبي تجهيزاتو د لېږلو په لټه کې دى

کابل / د لړم١٧/ باختر:
د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې په افغانستان کې د درملو د زيرمو د ډکولو په لټه کې دى .
دا سازمان په يوه نوي اقدام کې د قطر د هوايي شرکت په مرسته افغانستان ته درمل او طبي تجهيزات ولېږل.
دغه درمل او طبي تجهيزات پرون ناوخته کابل ته ولېږدول شول.
د نړۍ روغتيايي سازمان په يوه خبرپاڼه کې اعلام وکړ چې لس ټنه درمل اوطبي تجهيزات يې کابل ته لېږدولي دي.
ټاکل شوې ده ياد درمل او طبي تجهيزات د پايتخت او د هېواد د نورو سيمو روغتونونو ته ولېږدول شي او ناروغانو ته ورکړل شي.
د نړۍ روغتيايي سازمان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته هم له افغانستان سره روغتيايي مرستې کړې دي.
دا سازمان په وروستيو څه ناڅه دوو مياشتو کې په سلګونو ټنه درمل اوطبي تجهيزات دهوا له لارې افغانستان ته لېږلي دي.
په همدې حال کې افغانستان اوس هم د ناروغانو د درملنې لپاره زياتو درملو ته اړتيا لري.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته