ټولنه

د نړۍ سره صلیب: د غزني اوسېدونکو د څښاک اوبه بیا برابرې شوې.

کابل/ د تلې / ۶ / باختر
د نړۍ سره صلیب د غزني ښار د اوبو لګولوشبکې د انرژۍ په تامینولوسره زرګونواوسېدونکوته د څښاک اوبه برابرې کړې.
د غزني ښار د اوبو رسولوشبکه د تیلو د سوند توکوسره فعالیت کوي خو د پخواني حکومت په ړنګېدو او د سوند توکو په نشتوالي سره فعالیت یې درېدلی و او ۶۰۰۰۰ اوسېدونکو د څښاک له پاکو اوبوڅخه محروم شوي وو.
په افغانستان کې د نړۍ د سره صليب یومسوول باخترآژانس ته وویل چې دوی د غزني ښارد اوبو رسولو د شبکې د فعالیت لپاره د ۱۴۰۰ لیتره تیلومرسته وکړه، هغه مرسته چې د دغه شبکې د فعالیت سبب شوی دی.
له بلې خوا په غزني کې سیمه ییزومسوولینواعلام وکړچې حکومت د دغې شبکې د راتلونکي او د فعالیت لپاره به د سوند توکې په پام کې ونیسي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته