کابل، د چنګاښ ٨ مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نږدې ٣ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت له بېلابېلو موسسو او د دغه وزارت ترمنځ د ګډ تفاهم ليکونو د لاسليکولو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت له خوا خپره شوې ده، ويل شوي دي، چې د ٢ميليونو ٩٠٤ زرو٢٣٣ امريکايي ډالرو په ارزښت د مهاجرينو او د راستنېدونکو چارو وزارت او د اسلامي ريليف، د بشري مرستو د همغږۍ، د مرستې او پرمختګ لپاره د مرستې لاسونو، د افغانستان د هاجر نړيوالې موسسې او د افغانستان د برک موسسو ترمنځ ګډ تفاهم ليکونه پرون د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو وزارت د تفاهم ليکونو کميټې د رئيس مولوي سردار شيرزاد او د کورني بېځايه شويو د رئيس له خوا لاسليک شول.
د دغو هوکړه لیکونو په لاسليکولو سره ټاکل شوې ده ١٦ زره ٤٧٤ بېځايه شويو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو، د فن او حرفې د زده کړې، د کار موندنې په برخو او د نغدو پيسو مرسته وشي.
د يادونې وړ ده، چې د کډوالو او د راستنېدونکو چارو وزارت پخوا هم د١٠ ميليونو ډالرو په ارزښت له شپږو موسسو سره ګډ هوکړه لیکونه لاسليک کړي وو.
\ ج