خبرونهامنیت

د نیمروز امنیتي مسوولینو لپاره لس ورځېنی تعلیمي سیمینار پای ته ورسېد

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د زرنج ښار د ۴ امنیتي حوزو مسوولینو ته د مسلکي تعلیماتو لس ورځېنی روزنیز سیمینار چې پخوا پیل شوی و پای ته ورسید.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد مهاجر باخترآژانس ته وویل دغه سیمینار د امنیتی مسوولینو د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر جوړشوی و او د لومړۍ، دویمې، دریمې او د څلورمې امنیتي حوزې د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمرینو او د حوزو اداري کارکوونکو مسلکی او تخصصي زده کړې وکړې.
هغه زیاته کړه په کاري بهیراو د منسوبینو د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر په راتلونکي کې همدغه شان سیمینارونه جوړېږي.
ویل کېږی دغه تعلیمي سیمینار د لومړي ځل لپاره د امنیتي او اداري مسوولینو د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر د نیمروز د امنیې قوماندانۍ په مقر کې جوړ شوې وه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته