خبرونهاقتصاد

د نیمروز د مستوفیت عواید ډېر شوي دي

کابل / د غوايي ۶ مه / باختر

د نیمروز د مستوفیت چارواکي وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۴۰ میلیونه افغانۍ زیات عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت مستوفي وايي چې مالي وزارت ورته ۱۴۰ مېلیونه افغانۍ هدف ټاکلی و؛ خو دوی بریالي شول چې په تېرو درېیو میاشتو کې تر ټاکلي هدف څلوېښت مېلیونه زیات عواید راټول کړي.

مستوفي خدايداد “عمري” باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د مستوفیت عواید تر ټاکلي کچې ۴۰ میلیونه اضافه راټول شوي او په تېرو درېیو میاشتو کې ١٨٠،٩٥١،٥٦٣ یو سلو اتیا میلیونه، نه لکه یو پنځوس زره، پنځه سوه درې شپیته میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

هغه له ښاریانو څخه وغوښتل چې د ماليې پر وخت ورکړې سره، خپل مالياتي مسووليت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره نه یوازې په نیمروز، بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د عوایدو کچه لوړه شوې، چې لاملونه یې د اداري فساد مخنیوی او شفافیت ښودل شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته