کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
د افغانستان پخواني جمهور ریس حامد کرزي نن د فراه ولایت له یو شمېر مشرانو او مخوروو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي چې په دې کتنه چې د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه لومړی څو تنو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په دتېرو دیارلسو کلونو کې یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د حامد کرزي هڅې د ستاینې وړ وبللې او وې ویل؛ موږ په تېرو دیارلسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د زیاتو پرمختګونو شاهدان یو په ځانګړې توګه د پوهنې او بیا رغونې په برخو کې چې ستاسو دا ټولې هڅې د ستاینې وړ او نه هېرېدونکې دي.
وروسته حامد کرزی د خپلو خبرو په ترځ کې وویل؛
پر ستونزوبرياليتوب او موخو ته رسیدل پرته د خلکو له همکاری او ملاتړپرته ناشونې کارو. دا د افغانستان خلک وو چې دغو پرمختګونو ته یې زمینه مساعده کړه. او له خپل حکومت سره یې اوږه په اوږه د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړل اوزحمتونه يې وکالل.
موږبايد همداسې خپلې لارې ته دوام ورکړواودخپلووياړنوپه ساتنه کې له پخوازيات کوښښ وکړو.
0 1 دقیقه لوستل