خبرونهTOPروغتیا

د نیمروز والي، د دغه ولایت روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د عامې روغتیا وزارت له سرپرست مولوي نور جلال جلالي سره په کتنه کې؛ د دغه ولایت روغتیايي ستونزې له هغه سره شریکې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د نیمروز له والي سره د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو او د روغتیا په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدا رنګه، د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو رسول؛ د دغه وزارت دنده بللې او د روغتیا په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه یې د لازمو اقداماتو د ترسره کېدو ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته