خبرونهورزش

د نیمروز کرکټ منتخبې لوبډلې هرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر

د (ملي افغان سنټر) ټورنمنټ سیالۍ چې درې ورځې مخکې په نیمروز کې پیل شوې وې، نیمروز منتخبې  لوبډلي وکولای شول چې  هرات  لوبډلې ته د ١٢ منډو په توپیر سره ماتې ورکړي.

د یاد ولایت د کرکټ بورډ امریت مسوولین وايي چې د نیمروز کرکټ لوبډلې د درېیو پنځه وېشت آوریزو لوبو په ټورنمنټ کې د هرات لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

په نیمروز کې د کرکټ بورډ آمر عبدالمالک “کاکړ” وویل، چې د هرات او نیمروز ولایتونو ترمنځ درې لوبې د زرنج ښار په امن چاپیریال کې ترسره شوې.

په خبره یې، د لوبې غوره لوبغاړی د نیمروز لوبډلې توپ اچوونکی عبدالحکیم شو، چې په ٢ اورونو کې یې ٢ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ٣ لوبغاړي یې وسوځول.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د فوټبال، کرکټ، فوټسال، والیبال او نورې سیالۍ پيل شوې دي. اسلامي امارت ویلي چې ورزش د مینې، یووالي او سولې پیغام رسوي او دوی ژمن دي چې په هر ډول شرایطو کې د ورزش او لوبغاړو ملاتړ وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته