سیاستخبرونهټولنهTOP

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) ‌ د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.

قال الله عزوجل فی محکم کتابه: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ ……… ‎﴿٥٥﴾‏ سورة نور

ژباړه: وعده کړې ده، الله له هغو کسانو سره چې ایمان يې را وړی دی له تاسو، او کړي يې دي ښه عملونه چې قسم دی، خامخا به خلیفه ګان کړي (الله) دوی په ځمکه کې، لکه چې خلیفه ګان کړي يي وو هغه کسان چې پخوا وو له دوی نه او خامخا ثابت او قوي به وګرځوي هرومرو دوی ته  دین د دوی، هغه (دین د اسلام) چې غوره کړی دی، (الله) دوی ته، او خامخا بدل به ورکړي، هرومرو دوی ته، وروسته له ویرې د دوی، له دښمنانو، امن (اواطمینان)، عبادت به کوي دوی زما، شریک به نه پيدا کوي دوی له ماسره  هيڅ شي.

د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! وبعد:

۱ــ  د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې، طاعات، صدقات، دعاګانې او ټول نېک اعمال په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوه.

د الله تعالی  ډير شکر ګزار یم چې سږکال کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځو چې هېواد مو په بشپړ ډول له بېګانه اشغال څخه خلاص شوی، وروسته له درې څلويښتو کالو څخه د جګړې اور  په هېواد کې مړ شوی او د اسلامي حاکمیت تر سیوري لاندې آرام او سوکاله ژوند ته زمینه مساعده شوې ده. الحمدلله والمنة

۲ــ ګرانو هیوادوالو!

د هیواد د آزادۍ او استقلال حاصلولو لپاره د اسلامي امارت د ټولو سرښندونکو مجاهدینو او تر شا يې د ولاړ  ولس جهاد، قربانۍ او هلې ځلې د ستایلودي، له الله تعالی څخه ټولو ته په دنیا او آخرت کې پوره پوره اجرونه او عوضونه غواړم.

الله تعالی دې زموږ د تېر شل کلن او پخواني جهاد د ټولو شهیدانو شهادتونه او د ټولو مجاهدينو جهادونه قبول کړي، معلولینو، مهاجرینو، زخمیانو او بندیانوته دې الله تعالی نېکه بدله ورکړي، د کونډو او یتیمانو دې الله تعالی د ښې پالنې زمینه مساعده کړي. آمین یارب العلمین

۳ــ وروسته له دې چې هیواد مو د رب جل جلاله په مرسته  له بهرني اشغال څخه خلاص شو، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان د وروڼو په شان لاس سره ورکړو او د هېواد د آبادۍ، رفاه او سوکالۍ لپاره کار وکړو.

امنیت د آبادۍ او ښیرازۍ لومړی شرط ګڼل کیږي او د اسلامي امارت ځواکونو د خورا سترو قربانیو په ورکولو سره ډاډمن امنیت ټینګ کړی، اوس د ټولو هېوادوالو دنده ده چې نوموړې امنیت ته په کتو د افغانستان د بیرته ابادۍ، پرمختګ او سمسورتیا لپاره مټې را بډوهي او په خورا اخلاص او میړانې سره خپل هیواد او بیچاره ولس ته کار او خدمت وکړي.

۴ــ درنو هېوادولو!

د افغانستان اسلامي امارت  خپلو ټولو مخالفینوته عمومي عفوه وکړه او په عمل کې يې نافذه کړه، د عفوې د مقتضا په اساس یوځل بیا ټولو هغو افغانانو ته بلنه ورکوم چې لا هم د مخالفت نیت او اراده لري، راځئ چې نور په خپل کور کې د وروڼو غوندې  آرام او هوسا ژوند وکړو، نور دا هېواد د هيڅ ډول توطئو د عملي کولو توان نه لري، نور پخپل ملت باید زړه وسوزوو او د بل کوم کړاو او فتنې دروازه خلاصه نه کړو، که خدای مه کړه، څوک د عفوې له حکم څخه تمرد او سرغړونه وکړي او بیا په هېواد کې د جګړې پیلولو هڅه وکړي، نو د دې ملت له خورا قاطع او سخت  غبرګون سره به مخ شي او نور به دا ولس هیچاته اجازه  ورنه کړي چې د پردیو په لمسون د هيواد سوله او امنیت خراب کړي.

۵ــ هغه افغانان چې له فتحې وروسته له هېواد څخه بهرته تللي، بلنه ورکووچې افغانستان زموږ ستاسو ګډ کور دی، ټول په دې کور کې د ښه او آرام ژوند کولو حق لرو، هيڅوک له تاسو سره دښمني نه پالي او نه غواړي چې نور کوم افغان وځورول شي، هرڅوک چې بیرته را ستانه شوي، قدر يې شوی او په خپل هیواد کې آرام ژوند کوي، نوتاسو هم راځئ خپل هیواد ته را ستانه شئ او په پردیو هېوادونو کې د مجبوریت له ژوند څخه تیرشئ.

۶ــ د افغانستان اسلامي امارت  بیا رغونې ته خورا اهمیت ورکوي، په همدې اړه يې یو قوي اقتصادي کمیسیون ټاکلی ترڅو د هیواد د آبادۍ لپاره له ټولو هغو ظروفو او امکاناتو څخه استفاده وشي چې افغانستان يې لري، همدا ډول د هیواد ملي تجارانو، شتمنو او صنعتکارانوته زمینه مساعده شوې چې په ازاد او آسانه ډول د افغانستان په بیا رغونه کې خپل رول ادا کړي، اسلامي امارت به د ټولو رغنيزو پروژو او هلو ځلو تر شا ولاړ وي او کلک ملاتړبه يې کوي .

موږ په افغانستان کې دننه او بهر سرمایه دارانو او شتمنو هیوادوالو او حتی نړیوالو پانګوالو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې د سرمایه ګزارۍ لپاره ښه زمینه مساعده شوې، راځئ په افغانستان کې د پروژو د تطبیق، کار او صنعت لپاره سرمایه په کار واچوئ، اسلامي امارت به همکاري درسره وکړي او لا به لاره درته هواره کړي.

۷ــ د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیو او سیميیزو هیوادونو سره همدا ډول له ټولو نړیوالو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.

موږ اجازه نه ورکوو چې له افغانستان څخه هيڅ کوم بل هیواد ته تهدید متوجه شي، همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې زموږ سره ورته ښه، مثبت او په متقابل درناوي ولاړ تعامل ولري.

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون شتون لري، د هغه تړون  په اساس به امریکا د افغانستان په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوي، اوس هم ټینګار کوو چي د دوحې تړون دي بشپر عملي شي او د فشار پر ځای دي د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي، اسلامي امارت  له خپله لوري کړې  ژمنې عملي کړی او عملي کوي يې.

۸ــ بې له شکه چې نړۍ د یوه کلي حیثیت پيدا کړی، د هیوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي، زموږ هېواد افغانستان د نړۍ په سوله اوامن کې خپل رول لري، د همدې اړتیا په اساس باید نړیوال د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپيژني، ترڅو خپلې ټولې ستونزې د دپلوماتیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل کړو.

۹ــ  له همسایه او نورو ذي ربطه هېوادونو څخه غواړو چې په هغو هیوادونو کې زموږ له مهاجرینو سره د نړیوالو اصولو له مخې ښه چلند وکړي، هغوی ته وخت او اجازه ورکړي چې پخپله خوښه او عزت سره بیرته خپل هیوادته را ستانه شي، له مهاجرینو سره ناوړه چلند د بشري حقوقو خلاف او د هیچا په ګټه نه ده، بلکې د ملتونو ترمنځ د دوامداره کرکې او نفرت سبب ګرځي.

 د مهاجرینو په برخه کې ملګري ملتونه او نړیوال نهادونه هم باید له افغانانو سره مرسته وکړي چې مهاجرینوته د بیرته راتګ لپاره  ښه زمینه برابره شي.

۱۰ــ امربالمعروف او نهی عن المنکر د یوه اسلامي نظام له فرایضو او مهمو دندو څخه دي، خو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مسئولین باید د حکمت او دعوت له لارې خپل ولس ته د حق او شریعت په لور بلنه ورکړي او له بدو څخه يې په حکمت او احتیاط سره را وګرځوي، د امربالمعروف مسئولین باید په دې برخه کې له افراط او تفریط څخه ځان وساتي، د یسر او اسانۍ څخه په استفاده باید خلک د الله تعالی دین ته را وبلل شي، یو معروف عملي کول یا له بدو منعه کول باید د بلې ګناه او عذاب سبب ونه ګرځي.

ملت هم باید د نیکو اعمالو په عملي کولو او له بدوڅخه په منعه کولو کې له اړوندو  مسئولینو سره مرسته وکړي، ترڅو ټول په مشترک ډول د الله تعالی له بغاوت او ګناه څخه خپل هیواد پاک او خپل اسلامي مسئولیت ادا کړو.

۱۱ــ په افغانستان کې د نشه يې توکو کرکیله په مطلق ډول منعه شوې ده، باید هېوادوال مو په دې اړه د اسلامي امارت  فرمان ته درناوی وکړي او د هرډول نشه يې توکو له کښت څخه ځان وساتي، ځکه داسې کول زموږ د لکونو هیوادوالو ژوند ګواښي.

د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د بدیل معیشت، کښت او نورو لارو چارو په برابرولو سره د بزګرانو او په عموم کې د هیوادوالو ستونزو ته رسیده ګي وشي او له نړیوالو څخه هم غواړو چې د نشه يي توکو د بدیل معیشت او بدیل کښت لپاره د افغانستان له خلکو خصوصا بزرګرانو سره مرسته وکړي او دا ستره موضوع چې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو تهدید وو بابیزه ونه نیسي؛ بلکې اهمیت يې درک کړي او په بدل کې يې د اسلامي امارت  او افغان ولس سره عملي همکارۍ ته را ودانګي.

۱۲ــ موږ په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو ټولوشرعي حقوقو ته درناوی لرو او ځان ورته ژمن بولو، څوک دې په دې اړه انديښنه نه کوي او نه دې  هم دغه بشري او عاطفي موضوع  د سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په ډول کاروي، د تیرو شلو کلونو په پرتله اوس افغانان له خپلو اساسي حقوقو لکه ژوند، امنیت او عزت څخه زیات برخمن دي،  چې سترګې نشي ورڅخه پټيدای.

۱۳ــ د تعلیم او زدکړو د لا پياوړتیا لپاره د افغانستان اسلامي امارت لاس په کار دی، د دیني او عصري زدکړو لپاره يې د هېواد په ډيرو مرکزي او لرې پرتو سیمو کې نوي ښونځي او مدرسې پرانستې دي، او د زدکړو لپاره يې د امن فضا برابره کړې ده، استادانو او مدرسینو ته يې پخپل وخت معاشات اجراء کړي دي او تعلیمي نصاب يې ورته برابر کړی دی.

په دې لاره کې د لا نورو ګامونو اخیستلو ته هم ژمن دی، ځکه تعلیم او زدکړه زموږ د هېوادوالو د نجات ذریعه او د پرمختګ او رفاه اساسي لاره ده.

 ۱۴ــ دغه راز اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته هم  د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې  ژمن دی  او د سالمو او مثبتو نشراتو حمایت کوي، زموږ ټول نشراتي ارګانونه هغه که امارتي دي او که آزاد، باید د خپل ولس ګټې په نظر کې ولري او د خپلو اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو په نظر کې نیولو سره مثبت او رغنده نشرات وکړي.

۱۵ــ لکه څرنګه چې د افغانستان بیلابیلې برخې د اشغال او جګړو له امله ځپل شوې او له ستونزو سره مخ دي، زموږ صحي سکتور هم شدیده صدمه لیدلې ده، له نړیوالو صحي سازمانونو او بشري نهادونو څخه غواړو چې په دې برخه کې د افغانستان له ولس سره مرسته وکړي، د افغانستان اسلامي امارت به د دې کار لپاره چاپیریال برابر کړي او پخپله به هم هڅه کوي چې له خپلو امکاناتو څخه په استفاده د صحت لپاره ډير څه وکړي.

۱۶ــ الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت په کم وخت کې وتوانید چې د هېواد د دفاع لپاره د یوې پياوړې اسلامي او ملي اردو تهداب کیږدي، همدا ډول د ټولنیز امنیت لپاره د پولیسو موثر ځواک رامنځته کړي او د ملي ګټو د ساتنې په منظور قوي استخباراتي دستګاه په کار وګماري، دا کارونه پخپلو مټو، افغاني امکاناتو او وسائلو خو په خورا لوړه روحیه او هدف رامنځته شوي چې له هیواد او اسلامي حاکمیت څخه به کلکه دفاع کوي او هیچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې، امنیت او ګټو ته زیان ورسوي.  ان شاءالله

۱۷ــ د اسلامي امارت ټولو مسئولینو، مجاهدینو او کارکوونکو ته لارښونه کیږي چې له ولس سره ښه او نرم چلند زموږ تاسو ټولو فریضه ده، له ملت سره ستوغ او بد چلند ونه کړئ، له خپل ټوپک او قدرت څخه په استفاده په نورو خلکو ځان لوړ او قوي ونه ګڼئ، قدرت یو امانت دی، چې ستاسو په اختیار کې درکول شوی، دا شیان د هیچا لپاره د عزت او په نورو د برترۍ وسیله نه دي.

همدا ډول له بیت المال سره خورا ډير احتیاط وکړئ، بیت المال یو امانت دی، چې ستاسو په اختیار کې درکول شوی، هيڅوک په کې د بې ځایه تصرف، ضایع کیدو، خیانت او شخصي کولو حق نه لري، که څوک له بیت المال سره بې احتیاطي کوي، د امارت لخوا به هم له سخت شرعي چلند سره مخ شي او الله تعالی به  هم سخته معامله ورسره وکړي. ان شآءلله

د هیواد له ټولو شتمنو او مالداره خلکو څخه غواړم چې د اختر په دې ښو شپو ورځو کې خپل ناداره او مسکین هیوادوال له پامه ونه غورځوي، بلکې مرسته ورسره وکړي او تر وسه وسه يې لاس نیوی وکړي.

په پای کې یوځل بیا تاسو ټولو ته د اختر په مناسبت مبارکي وایم، ښې او خوشحاله شپې ورځې درته غواړم، الله تعالی مو دې نور هیواد د تل لپاره خوښ، سوکاله او له ډاډمن امنیت څخه برخمن لري. امین یا رب العلمین

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده‌

۲۸/۹/۱۴۴۳هـ ق

۹/۲/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/4/29م

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته