خبرونهاقتصادټولنه

د هبیتات دفتر په مزار شریف کې خپل فعالیتونه پیل کړل

کابل/ د وري٥ مه / باختر

د پيسو په مقابل کې د کار پروژه د هبيتات دفتر په مالي همکارۍ په مزارشريف ښار کې پيل شوه.

په مزارشريف کې د هبيتات دفتر د پراختيايي پروګرام مسوول سيد فضل الله وهاب وايي چې دغه دفتر په مزار شريف کې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي او نن يې دمزارشريف په نهمه ناحيه کې د ابادي په نوم لومړۍ پروژه د کانالونو او ويالو په پاکولو سره پيل کړه.

د وهاب په وینا، د دې پروګرام کارګر د ګذر شوراګانو او له اړوندو سیمو څخه ټاکل کېږي. په خبره یې اوس مهال په مزارشريف ښار کې پنځه پروژې پيل شوي، چې له لارې يې ١٣٤٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د ياد پروګرام يو کارګر شريف الله وايي، خوښ دی چې د دغه پروګرام له لارې د پيسو په بدل کې په دنده ګومارل شوی دی او زياته يې کړه چې له دې لارې کولاى شي د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي .

د يادونې وړ ده چې په مزارشريف کې د هبيتات دفتر له څو کلونو را په دې خوا د پرمختيايي او ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره کار کاوه چې اوس يې له يوې وقفې وروسته بیا ځل خپل فعاليتونه پيل کړي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته