خبرونهورزش

د هرات او نیمروز لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

 کابل، د ثور ۲۸ مه، باختر

د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د نیمروز او هرات ولایتونو د کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ ۲۵ اوریزې سیالۍ پيل شوې.

د نیمروز د کرکټ بورډ آمر عبدالمالک “کاکړ” وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ  د یووالي، همغږۍ او د استعدادونو پېژندلو په پار پیل شوې چې څلور ورځې په دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په پار د کرکټ، والیبال، فوټبال،فوټسال او نورې سیالۍ پیل شوې دي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته