خبرونهفرهنګ

د هرات تاريخي جومات د ترميمولو لپاره هڅې روانې دي

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د هرات ښار د جامع جومات د نيمه کاره پروژو د بشپړولو لپاره د لارو چارو د موندلو په مقصد په دغه جومات کې د مسوولينو غونډه جوړه شوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولين وايي چې د دې غونډې د جوړولو موخه د جامع جومات د پروژو د ستونزو د څېړني لپاره د لارو چارو موندل دي.
د تاريخي آبداتو آمر زلمی صفا وايي چې د هرات د جامع جومات د بامونو د ترميمولو کار ۸۰ سلنه بشپړ شوى او پاتې شل سلنه یې ترمیمولو ته اړتیا لري.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي چې د هرات ښار ستر جامع جومات له مقدس مذهبي او تاريخي ځايونو څخه دى او د افغانستان اسلامي امارت ته ځانګړى ځاى لري.
د دې غونډې په بهيرکې پرېکړه وشوه چې يو پلاوى دې کابل ته لاړ شي ستونزې او د حل لارې دې په کتبي ډول له مرکزي مقاماتو سره شریکې کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته