خبرونهفرهنګټولنه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او ديني عالمانو د دغه ولايت له خيرغوښتونکو خلکو او سوداګرو وغوښتل چې په ژمي کې له اړو کسانو سره مرسته وکړي.

کابل / د لړم١٦/ باختر:  

د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني او د دغه ولايت ديني عالمانو د دغه ولايت له خيرغوښتونکو خلکو او سوداګرو وغوښتل چې د ژمي پر مهال له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې په هرات کې یو شمېر ځوانانو د اړو کسانو لپاره د مرستو او ژمنیو جامو د راټولولو په موخه د خواخوږي خونې” په نامه خیمه وهلې ده.

د هرات ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني د باختراژانس خبريال ته وويل؛ اوس يو زيات شمېر کورنۍ د ټولنې خيرغوښتونکو کسانو مالي ملاتړ ته اړتيا لري .

هغه زياته کړه: يو شمېر ځوانانو په يوه نوښت د اړو کسانو لپاره د مرستو او ژمنيو جامو راټولولو هڅې پيل کړې او د هرات په ولسواليو کې يې هم د دغه فرهنګ د پياوړتيا او خپرېدو غوښتنه وکړه.

د هرات ښار د یو شمېر ښوونځیو مسوولین هم له کمپاین سره د یوځای کېدو خبره کوي.

د هرات ښاریان هم له خيرغوښتونکو کسانو غواړي چې په دې بهیر کې ونډه واخلي او د اړو کسانو لاس نيوني وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د هرات په مرکز کې د اړو کسانو لپاره د مرستو او ژمنیو جامو د راټولولو لپاره خيمه جوړه شوی دی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته