خبرونهفرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د تيکا موسسې له رئيس سره وکتل

کابل، د غبرګولي ٤ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني په هرات کې  د تيکا دفتر له رييس عرفات دينيز سره وکتل.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د تيکا دفتر رييس د هرات د خطاتانو ټولنه، ملي نګارستان او عامه کتابتون وکوت او د تيکا دفتر له مسوولينو یې وغوښتل چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره دې  په فرهنګي  او نورو برخو کې همکاري وکړي.

حقاني د ترکيې د اغيزمنو فعاليتو او  کارونو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل چې ترکيې تل له افغانستان سره  په پرمختيايي کارونو کې مرسته او همکاري کړې ده.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د تيکا دفتر له مسوول څخه وغوښتل چې  د هرات د عامه کتابتون د بډاينې، د خطاتانو ټولنې ته د ښو امکاناتو د برابرولو او د ځوانانو د روزنې لپاره د سمبال کمپيوټري خونې او د وړيا انټرنټ په برابرولو کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د تيکا د دفتر رييس عرفات دينيز وايي چې ترکيه په هرات کې د بيارغونې او فرهنګي کارونو سره زياته علاقمندي لري.

دينيز وايي چې د تيکا دفتر د خپلو پرمختيايي او فرهنګي پروګرامونو په لړ کې غواړي چې د کتاب د چاپولو او فرهنګي کارونو سربېره د هرات کتابتون د بډاينې لپاره داسې یوه خونه کړي چې په کمپيوټر او انټرنټ سمباله وي.

د يادونې وړ ده چې پخوا هم د تيکا دفتر د تاريخي آبداتو، د کتاب د چاپولو او د فرهنګي برخې د پراختيا لپاره  يو لړ اغيزمن خدمتونه ترسره کړي دي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته