خبرونهفرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دارالترجمو له مسوولينو سره وکتل

 کابل، د چنګاښ٢ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني د دارالترجمو له مسوولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې د دارالترجمو مسوولينو د جواز ليکونو د تمديدولو د ستونزو او يو شمېر نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

هغوى له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دارالترجمو جوازونو د تمديدولو بشپړولو صلاحيت هرات ته ورکړل شي، چې د سرګردانۍ او د وخت د ضايع کېدو مخه ونيول شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي په دې لټه کې دي چې مراجعينو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

حقاني په هرات کې د دارالترجمو له ټولو مسوولينو وغوښتل، چې د هېوادوالو د سندونو د ټيپولو او ژباړې په وخت کې دې ډير دقت وکړي او خپلو مشتريانو ته دې ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وويل، د دارالترجمو يوشمير کارکوونکو د بې پروايي په خاطر خلک بايد سرګردانه نه شي، موږ د هرات له دارالترجمو څخه هيله لرو، چې د هېواد په کچه باید بې ساري وي.

مولانا نعيم الحق حقاني وويل، چې د دارالترجمو ستونزې په هرات او مرکز کې له واکمنو مقاماتو سره شريکوي، او هڅه کوي چې د هغوى معقولو غوښتنو ته په راتلوونکي کې جدي پاملرنه وشي.

حقاني دغو مسوولينو ته څرګنده کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد خلکو په تېره بيا ستاسو په شان خدماتي بنسټونو ته ښه خدمتونه برابر کړي.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته