فرهنګTOP

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست د ايران له جنرال قونسل سره وکتل

کابل / د لړم١٩مه / باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني نن په هرات کې د ايران اسلامي جمهوريت له جنرال قونسل صدیقي فر سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست د ايران اسلامي جمهوريت، د ګډې ژبې او فرهنګ شريک هېواد وباله او زياته يې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ډیپلوماتیکي قوانينو پر بنسټ د ګاونډيانو د حقونو د درناوي او دوستانه اړيکو د ټينګښت غوښتنه کوي.
په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت جنرال قونسل هم د دواړو هېوادونو ديني او فرهنګي مشترکاتو ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه به د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامی جمهوریت، په هرات کې د تعلیمی پروګرامونو د پیلولو او په نوې ټکنالوجۍ د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته