سیاستخبرونهفرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له فرانسوي خبریالانو سره وکتل

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د فرانسې د او بي اس د شبکې دریو خبریالانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولانا نعیم الحق حقاني سره وکتل او د بېلا بېلو ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي او د تجارتي مسلو په اړه یې خپلې پوښتنې طرحه کړې.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني د دغه خبریالانو سوالونو ته هراړخیز ځوابونه ورکړل او د هرات ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، د هرات د حوزوي روغتون او زندان ته د تلو او مرکې په خاطر د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست له خوا همغږي وشوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، مولانا حقاني له دغې فرانسوی شبکې سره په مرکه کې هرات په افغانستان کې د اقتصادي مرکز او په هېواد او سیمه کې د یو تاریخي ولایت په توګه یاد کړ او د نړیوالو رسنیو له خوا د واقعیتونو د منعکس کولو غوښتنه وکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته