فرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له یوشمېر مدني فعالانوسره وکتل

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني پرون د مدني تولنې له یو شمېر فعالو ښځو سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د مدنی ټولنې فعالې ښځې د هرات خلکو د امنیت له تامینولو څخه په قدردانۍ سره د هرات د ښځو د چارو ریاست د کارکوونکو د بې سرنوشتۍ، له شرعي محرم پرته، له کورڅخه د ښځو د وتل، له ګاوندیو هېوادونو د بې محرمو ښځو د اېستلو او د نجونو د زده کړې د دوام په ګډون د ښځو یو شمېر ستونزې بیان کړې او د هېواد په مرکز کې د افغانستان د اسلامي امارت مقاماتو ته د خپلو ستونزو د رسولو غوښتنه وکړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل د هېواد په مرکز کې د افغانستان د اسلامي امارت په دولتي ادارو کې د کار او د زده کړو د حق په ګډون د ښځو د فعالیتونو څرنګوالی او د خلکو ستونزو د لرې کولو لپاره په طرحو او میکانیزمونو کار دوام لري او په نږدې راتلونکي کې اجرا کولو ته وړاندې کېږي.
حقاني د مدني ټولنې د فعالو ښځو ستونزې او پېشنهادونه په مرکز کې له مسوولینوسره د شریک کولو په خاطر ولیکل.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته