امنیت

دهېواد په ختيځ کې په نويو هوايي بريدونو کې دداعشيانو دسردروند زيان

جلال آباد باختر دتلې دمياشتې ٦ مه :
څلرويشت تنه داعشيان دافغانستان په ختيځ کې دنويو هوايي بريدونو له امله وژل شوي دي.
په دغو داعشيانو  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت د دوربابا ، کوټ ،
هسکې مينې او داچين په ولسواليو کې بريدونه شوي دي.
دننګرهارولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس  ته وويل  چې په دغو هوايي بريدونو کې ٢٤ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل ؛ دغه داعشيان په خپلو پټنځيو کې ديو لړ نويو ډاراچوونکو پيښو په پلان  جوړولو بوخت وو چې دبې پيلوټه  جنګي الوتکو له خواپرې بريدوشو.
ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په ننګرهار ولايت کې پوځيانو ديولړ چاودنو مخه ونيوله.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ، اچين  ، مومنددرې  او دکوټ دولسواليو اودجلال آباد ښار په ګڼ ميشتولارو کې پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل .
دننګرهار پوځي مقامات وسله وال طالبان او داعشيان ددغو ناکامو پيښو  مسوول بولي او وايي چې ددغو پيښو دعاملانو دپيژندنې  اونيولو  لپاره         پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته