خبرونهاقتصاد

د هرات د اقتصاد رياست مسوولين: ١٨٠ موسسې له دغه رياست سره همکاري کوي

 کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

د هرات د اقتصاد رئيس شیخ مفتي عبدالسلام اشرفي د باختر آژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د اقتصاد رياست فعاليتونه او لاسته راوړنې د موسسو او دونراونو په همکارۍ دوام لري او دغه رياست پر خپلو اقتصادي فعاليتونو کارکوي.

اشرفي وويل چې خصوصي سکتور او موسسې له اقتصاد رياست سره همکارې دي او د دې تر څنګ د اقتصاد رياست او موسسو ترمنځ  ښې اړيکې او همغږۍ موجوده ده.

د هرات د اقتصاد رئيس دغه راز وويل، چې د دغه رياست ټول فعاليتونه د اصولو پر بنسټ دوام لري او د دوی د کارونو پر وړاندې کوم خنډ نشته.

مفتي اشرفي زياته کړه، چې اوس ١٨٠ موسسې  له ياد رياست سره فعاليت کوي او د مرستو په برخه کې کوم توپير نه دى رامنځته شوى.

شيخ مفتي عبدالسلام اشرفي وويل چې د اقتصاد رياست د دغه ولايت زرګونو خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړې چې له دې جملې څخه  د کار په بدل کې د غنمو د ويشلو پروژه د دغه ولايت د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست په همغږۍ دوام لري.

د هرات د اقتصاد رئيس وويل، چې د دې پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړې او کار موندنې په ګډون نورې پروژې هم په دغه ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو د رياست په همغږۍ دوام لري.

مفتي اشرفي وايي، چې اوس  د روږدو کسانو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره د مناسب ځاى نشتوالى  د دغه رياست له اندېښنو څخه دي.

د اقتصاد رئيس وايي، چې په دې برخه کې یې همکارو موسسو ته وړانديز کړى چې ماشومانو ته د کار زمينه برابرې کړي.

مفتي اشرفي له مرستندويو موسسو وغوښتل چې معلولينو، کونډو ښځو او بيوزلو کورنيو ته مرستې برابرې کړي.

مفتي عبدالسلام اشرفي زياته کړه، چې دغه رياست په هرات کې  د ١٤١ پرمختيايي پروژو د تطبيق پلان ترلاس لاندې لري چې ٧ ميليارده افغانۍ لګښت به ولري. د اقتصاد رئيس وايي، په هرات کې د ټولو پروژو لګښت ٤٠ ميليونه ٤١٠ زره ډالره دی.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته