خبرونهاقتصادټولنه

د هرات د اوو ناحیو د لا غوره جوړولو پلان ارزونه وشوه

 کابل، غبرګولي۵مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت د ښاروالۍ د حکومتولۍ رییس ښاغلي جاوید مایار سره وکتل.

په دغه کتنه کې د هرات د اوو ناحیو د لا غوره جوړولو په اړه د هرات ښاروالۍ پلان و ارزول شو.

په ناسته کې د هرات د ښاروالۍ د حکومتولۍ رییس جاوید مایار وویل چې دوی د اروپایي ټولنې په همکارۍ د یادو اوو ناحیو د لا غوره جوړولو پلان بشپړ کړی او دمګړۍ د اته نورو ناحیو د لا غوره جوړولو پلان تر کار لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه پلان په ترتیب کې د ټولو اړوندو ادارو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

ناسته کې یادونه وشوه چې د لومړي ځل لپاره د هرات د ناحیو د لا غوره جوړولو پلان په معیاري او علمي بڼه چمتو شوی چې د دغه پلان په ترتیب کې داخلي او بهرنیو متخصصینو ونډه اخیستې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني یاد پلان یو ښه پرمختګ وباله او د ورته پلانونو جوړول یې د هرات او نورو ښارونو د لا پرمختګ او ښاري وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم وباله.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته