سیاستخبرونهامنیت

د هرات مدني اود بشري حقونو فعالان:  طالبان دې د روژې د مياشتې په درناوى اوربند وکړي

 کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو او په هېواد کې روانې جګړې ته په پاملرنې سره  په هرات کې د ملکي وګړو د ساتنې کاري ډله  او يوشمېر مدني او د بشري حقونو فعالان په هېواد کې په جګړه کې ښکيل لورې په دې مبارکو ورځو کې د دښمنيواو جګړې پاى ته رسولو ته رابولي.

د دغې ډلې غړو په يو خبري غونډه کې اعلام وکړ چې هغوى د خپل انساني، ديني او هېوادنى رسالت له مخې د جګړې ټول لوري هڅوي چې په دې مبارکه مياشت کې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي چې د روژې مبارکه مياشت د افغانستان خلکوته د سراسري  ارامۍ پيلامه وي.

دهرات ولايت د ملکي کسانو د ساتنې شورا او کاري ډله د يوې اعلاميې په صادرولو سره له طالبانو او د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې اوربند وکړي اوله تاوتريخوالي لاس واخلي چې په دې مياشت کې الهي غرفان ترلاسه کړي.

هغوى د سولې خبرو اترو ته په اشارې سره چې ټاکل شوې ده په ترکيه کې وشي له دغوخبرواترو مخکې اوربند اونتيجې ته د خبرو اترو په رسېدو د هغه اغېزې بيان کړې اوهغه يې مهمې وبللې.

په اعلاميه کې ويل شوي دي موږ د افغانستان له ټولوخلکو سره د ترکيې په استانبول کې د افغانستان د شخړې د اړوندو لورو غونډې ته د هيلې په  سترګه ګورو اوهيله لرو چې د افغانستان د قضيو ښکيل لوري دغه هيله يوځل بيا په ناهيلۍ بدل نه کړي .

او د افغانستان د خلکو د ٤٠ کلنې ستونزې د کمښت لپاره د ښه نيت او بشري حقونواو د جګړې قربانيانوته د درناوي لپاره لازمې هلې ځلې وکړي.

د دغې ډلې غړي په داسې حال کې په جنګي سيمو کې د ملکيانو له بدحالت څخه انديښنه څرګندوي چې د طالبانو پوځي تحرکات د استوګنې اوملکي سيموکې ترسره کېږي دا په داسې حال کې ده  چې د افغانستان د سولې د خبرو په پيل سره طالبان جګړو او په تېره بيا د ملکي کسانو وژلوته زور ورکړى دى.

د افغانستان دولت تل  په سراسري اوربند ټينګار کړى دى خو معلومه نه ده چې طالبان به د دغې غوښتنې په وړاندې څه غبرګون وښيي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته