امنیت

د هرات والي د هرات ښار د وضعیت د ښه والي ډاډ ورکړ

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د هرات والي نن په يوه خبري غونډه کې د هرات ښار د وضعیت د ښه والي ډاډ ورکړ.
د هرات والي پاسوال عبدالصبور قانع په دې خبري غونډه کې وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه پر حالاتو بشپړه واکمني لري او خلک په عادي ډول په خپل کار او ژوند بوخت دي.
هغه ټينګار وکړ چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې چاڼيز عمليات دوام لري.
هغه زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه د سرزيان په ورکولو سره وتښتېدل.
د هرات والي څرګنده کړه چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د ځپلو لپاره قوي روحيه لري او د جګړې په ډګر کې د پرمختګ په حال کې دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته