کابل، غبرګولي۱۵، باختر
د هرات والي شيخ الحديث مفتي نور احمد اسلام جار د سودا ګرۍ او پانګونې د خونې له مرستيال او د نفتي توکو د اتحاديې له غړو سره په کتنه کې د بې کيفيته توکو پر نه واردولو ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې سوداګرو د نفتي توکو د واردولو په اړوند خپلې ستونزې د هرات له والي سره شريکې کړې او د دغو ستونزو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
د هرات والي شيخ اسلام جار وويل چې امنيت زموږ د خلکو حق دى او موږ د خلکو سوکالۍ او هوساينې لپاره هڅې کوو او د هرات سيمه ييزه اداره د دغه ولايت د استخباراتو له رياست او امنيې قوماندانۍ سره په ګډه هڅه کوي چې په ښار کې امنيتي کمرې ولګوي او امنيت نور هم لوړ کړي.
د هرات والي له ملي سوداګرو وغوښتل چې د با کيفيته توکو د واردولو په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي او د افغانستان اسلامي امارت او د هرات سيمه ييزه اداره د سون بې کيفيته توکي نه مني.
مفتي اسلام جار وويل، زموږ خلک بايد له باکيفيته تېلو او ګازو څخه استفاده وکړي.
\ ذ