خبرونهامنیت

د هرات په روزنیز مرکز کې د پوځیانو د پوځي زده کړې بهیر دوام لري

 کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر

د هرات د پولیسو د روزنیز مرکز مسؤلین وايي، د هرات د پولیسو په روزنیز مرکز کې هره ورځ له لویدیځو ولایتونو څخه د اسلامي امارت د مجاهدینو مسلکي او نظامي زده کړې دوام لري.

د هرات د پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان محمد اسماعيل هدايت وويل: مجاهدين په دې وروستيو کې له څلورو لويديځو ولايتونو څخه د حرفوي زده کړې، د عقیدتي او دیني مسایلو کورسونو، د سواد زده کړې او د نورو مسلکي چارو په موخه دغه مرکز ته معرفي او استول شوي اوټاکل شوې ده  له شپږو اوونيو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي او د امنیت د تامینولو لپاره بېلا بېلو سیمو ته ولېږدول شي.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د هرات د پوليسو روزنیز مرکز قوماندان د دغو مجاهدينو د ورځنيو روزنيزو او درسونو د څيړنې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د مجاهدينو د مسلکي روزنې په لاره کې خپلې هلې ځلې کوي او دغه راز يې د ټولو درسي او روزنیزو امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه او دوی په دغه مرکز کې د مجاهدینو لپاره تیاری نیولی دی.

دا په داسې حال کې دی  چې مجاهدین مسلکي پوځي زده کړې کوي چې په ترڅ کې یې د لویدیځو ولایتونو څه نا څه  ۶۰۰ مجاهدین په مرکز کې د زده کړې په حال کې دي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته