سیاستTOP

د هزاره قوم مشرانو له اسلامي امارت سره ملاتړ څرګند کړ

کابل / د لړم ۱۸ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د هزاره قوم په استازیتوب سیدصوفي ګردیزي، شیخ کريمي بامیاني او سنګردوست
‎وردګ په کتنه کې له اسلامي امارت سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
‎د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د هزاره قوم مشرانو د امریکايي اشغال خاتمه د امارت معجزه وبلله، ځکه دوی نه غوښتل چې افغانستان يو ځل بيا د جنګ ډګر شي.
‎هغوی زياته کړه چې د امارت او هزاره وو ترمنځ دې پر باور جوړولو کار وشي، ځکه له ګڼ شمېر شخصیتونو سره خبره شوې چې بېرته خپل هېواد ته راشي او د امارت تر چتر لاندې آرام او هوسا ژوند ته ادامه ورکړي.
‎په همدې حال کې مولوي عبدالکبير د افغانستان په جغرافيه کې امارت د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور وباله د تېر جهاد پر مهال يې د هزاره قوم قربانۍ وستايلې د اوسني جهاد اهداف يې د اشغال خاتمه او د يو خپلواک اسلامي نظام حاکميت یاد کړ.
‎مولوي عبدالکبير د هزاره قوم شخصيتونه لکه خليلي، محقق او صادق مدبر د هېواد وګړي وبلل او په افغانستان کې اوسيدل يې د دوی مسلم حق یاد کړ، هغوی يې په عامه عفوه کې داخل وبلل او د امارت له لوري يې دوی ته اطمینان ورکړ چې هغوی ته به هېڅ خطر نه متوجه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته