خبرونهامنیت

د هلمند امنيه قوماندان: د لښګرګاه – قندهار لويه لاره ډېرژرد ترافيکو پرمخ پرانستل کېږي

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په داسې حال کې چې د لښګرګاه – قندهار د لويې لارې د پرانستلو لپاره د ډار اچونې ضد عمليات دوام لري د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په راتلونکو څو ورځوکې د دغې لويې لارې پرانستلو ته هيله مند دى.
څو مياشتې کېږي چې وسله والو طالبانو د خپل شتون اوفعاليتونو په زياتوالي سره د لښګرګاه – قندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د هلمند امنيه قوماندان جنرال خليل الرحمن جواد باختراژانس ته وويل چې افغان ځواکونه بريالي شوي دي چې د دغې لارې په دواړو خواوکې څوکلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک کړي.
هغه وويل وسله والوطالبانو د خلکو ترمنځ سنګر نيولى دى اوپه دغه لويه لاره يې ماينونه ښخ کړى دى چې دغه کار د دې سبب کېږي چې پوځيان په احتياط سره پرمخ لاړشي.
د ډار اچونې پرخلاف د دغوعملياتو په بهير کې په نويو جګړو کې تېره شپه ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نورټپيان شول.
جنرال جواد وايي چې ډېر ژربه د لښکرګاه – قندهار لويه لاره د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شي.
د وروستيو څومياشتو په بهيرکې دا دريم ځل دى چې پوځيان د لښکرګاه – قندهار د لويې لارې د پرانستلولپاره پوځي عمليات ترسره کوي خو هرځل د څو ورځو په تېرېدو سره وسله وال طالبان بيرته دغه لويې لارې ته راستنېږي.
د تګ راتګ پرمخ د دغې لويې لارې په تړل کېدوسره خلکوته زياتې ستونزې رامنځته شوي دي.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه دي ويلي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته