خبرونهاقتصاد

د هلمند د ترانسپورټ ریاست عواید د تېر په پرتله دوه برابره ډېر شوي دي

 کابل/ غوايي۴ مه/ باختر

د هلمند د تراسپورټ ریاست وايي چې د تېرو څو میاشتو په لړ کې يې تر شپږ میلیونه افغانیو ډېر عواید د دولت خزانې ته جمع کړي دي.

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه شمېر عواید د تېر په پرتله دوه برابره ډېر دي.

سرچینې په دې برخه کې د شفافیت ډاډ ورکړی او هیله مند دي چې په راتلونکي کې به يې عوايد لا ډېر شي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم په ټولو برخو کې د عوايدو کچه لوړه شوې ده، چې دغه چاره په اداراتو کې د فساد د کموالي او روڼتیا ښکارندويي کوي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته