ټولنه

د هلمند د ښځود چارو ریاست ته نوې ریېسه وروپېژندل شوه

لښکر ګاه باختر د زمري ۶ مه
د ښځود چارو وزارت په  وړاندیز او د جمهوري  ریاست په منظورۍ قمر نیازۍ د هلمند د ښځو دچارو ریاست د  نوې سرپرستې ریېسې په توګه په  دنده وګومارل شوه.
د باختر اژانس د  سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
په هغې غونډه  کې چې د آغلې قمر نیازۍ د پېزندګلوۍ  لپاره  جوړه شوې  وه، د هلمند د والي مرستیال  مجاهد الله صفاري غونډې ته په  پیلیزه وینا کې په نظام کې ادلون بدلون  یو اصل وباله او نوې ریېسې ته یې  د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .
په همدې  حال کې  نوې  سرپرسې ریېسې  د  ښځو د حقونو د ترلاسه کولو او د ښځو دچارو د سمون د پالیسیو د تطبیق ژمنه وکړه .پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته