خبرونهاقتصاد

د هلمند د کانونو او پټروليم رياست د يوې اوونۍ په بهیر کې څه د پاسه ٢٧ ميليونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي

 کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

د هلمند د کانونو او پټروليم رياست په تېره يوه اوونۍ کې ٢٧ ميليونه ٦ سوه زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

دغه عواید د مرمرو ډبرو د کانونو د استخراج له لارې ترلاسه شوي دي.

د هلمند د کانونو او پټروليم رئيس محمد عظيم سروري باخترآژانس ته وويل چې         دغه ترلاسه شوي عوايد يې مرکزي بانک ته تحويل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو دوو مياشتو کې يې په هلمند کې د مرمرو ډبرو  له پلور څخه ۸۹ میلیونه ۸ سوه زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته