خبرونهاقتصاد

د هلمند د کجکي ولسوالۍ پر بزګرانو نغدې پيسې ووېشل شوې

 کابل – دثور ۳مه – باختر

د هلمند د کجکي ولسوالۍ پر ۴۵۸ بزګرو او مالدارو د UNFAO موسسې په مالي ملاتړ نغدې پیسې ووېشل شوې.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول باخترآژانس ته وویل، چې په مرسته کې پر هر بزګر او مالدار ۴۳۹۰ افغانۍ ووېشل شوې.

هغه زیاته کړه، چې پر کجکي ولسوالۍ سربېره به د ګڼو نورو ولسوالیو له بزګرو او مالدارو سره هم مرستې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د کجکي ولسوالۍ پر بزګرانواو مالدارانو له دې وړاندې هم اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د سبو تخمونه او د کرنې وسایل وېشل شوي وو.

اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته