خبرونهروغتیا

د هلمند روغتيايي مرکزونو ته د روغتيايي کار کوونکو د جذبولو لپاره هڅې دوام لري

 کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د هلمند روغتيايي مرکزونو ته د سلګونو روغتيايي کارکونکو د جذبولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د دې پروګرام په چوکاټ کې پرون په هلمند کې د تحصيلي بنسټونو څه د پاسه ١٥٠٠ تنو فارغانو په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د شموليت آزموينه ورکړه.

په دې آزموينه کې  ٥٤٢ نجونو او ٩٩٠ نارينه وو ګډون کړى وو.

د هلمند د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر نقيب الله فاتح باختر آژانس ته وويل، چې له دې جملې څخه به هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي د هلمند په روغتيايي مرکزونو کې جذب شي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دغو روغتيايي کار کوونکو په جذبولو سره خلکو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والى رامنځته کېږي.

د آزموينې يو شمېر برخه والې قابلې دي او مسوولين وايي،  چې په روغتيايي مرکزونو کې د هغوى شتون به د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې کمښت سبب شي.

دغو ځوانانو د احمدشاه بابا، بست، هېواد او د شهيد سردارمحمد داود خان په تحصيلي بنسټونو کې  په بېلابېلو طبي څانګو کې زده کړې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته