ټولنه

د هلمند له لښکرګاه ښارڅخه ټول سمټي دیوالونه لرې کېږي

کابل / د تلې / ۲۶ / باختر
د هلمند له مرکزلښکرګاه ښارڅخه د سمټي دیوالونو د راټولولو بهیرپیل شوی دی.
ټاکل شوې ده د دغه پروګرام په چوکاټ کې ټول هغه سمټي دیوالونه چې پخواني حکومتي مقامات د خپلو کورونو او دفترونو د ساتنې لپاره درولي وو د ښارله ګوټ ګوټ څخه راټول او له ښارڅخه لرې ځایونوته لېږدول کېږي.
د لښکرګاه ښاروال احمد سعید انصاري باخترآژانس ته وویل چې له ښارڅخه د سمټي دیوالونو د راټولولو بهیر به څه نا څه دوه میاشتې دوام وکړي.
اوسېدونکو له ښارڅخه د سمتي دیوالونو د ټولولوهرکلۍ وکړاو ویې ویل چې دغه کاربه د ښارد ترافیکو اونظم د بهیرد ښه کېدوسبب شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته