خبرونهروغتیا

د هلمند مرکزي روغتون ته درمل او طبي تجهیزات برابر شوي دي

کابل/ د وري١١ مه / باختر
چارواکو د هلمند د ملکه ثريا مرکزي روغتون د اړتيا وړ درملو او نورو طبي تجهيزاتو د برابرولو خبرورکړ.
دغه روغتون په وروستیو میاشتو کې د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ و. د رارسېدلو خبرونو له مخې په دې وروستیو کې نړیوال سره صلیب او د عامې روغتیا وزارت د دغه روغتون لپاره د اړتیا وړ درمل او تجهیزات برابر کړي دي.
د درملو او تجهیزاتو په برابرولو سره په ملکه ثریا روغتون کې د ناروغانو د درملنې بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او د ډاکټرانو په وینا دوی اوس کولای شي تر پخوا زيات ناروغان ومني او هغوى ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
لکه څنګه چې د ناروغانو شمېر مخ په زياتېدو دى، اړتيا ده چې دغه ۵۰ بستر روغتون ۱۰۰ بستريز روغتون ته ارتقا وکړي.
د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد ولي همت باختراژانس ته وويل چې د ملکې ثريا روغتون بيارغول شوى او د اوبو او برېښنا سيستم يې هم فعال شوى او د درملو او طبي وسايلو په برابرولو سره يې فعاليتونه پراخ کړي دي.
د وړاندې شويو شمېرو له مخې، ملکه ثریا روغتون هره ورځ ۴۰۰ ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته