خبرونهTOPښوونه او روزنه

د هلمند په باغران ولسوالۍ کې په لومړي ځل دوه ښوونځي پرانیستل شول

کابل / د لړم ۲۳ مه / باختر

باغران د هلمند په شمال کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پوهني، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې یې اوسېدونکي له خدماتو بې برخې پاتې شوې دي.

په یاده ولسوالۍ کې د زده کړې بهیر په ټپه ولاړ دی، د محمد ظاهرشاه له واکمنۍ راهیسې تر اوسه په کې هېڅ ښوونځی نه دی جوړه شوی؛ خو  اوس د اسلامي امارت  په راتګ سره په یاده ولسوالۍ کې دوه نوي ښوونځي پرانیستل شول.

د هلمند د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل (سعادت) د باختر آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې باغران ولسوالۍ کې یې دوه لومړني ښوونځي پرانیستل؛ خو په راتلونکي کې به تر ۱۲ ټولګیو پورې په کې زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

د هلمند په جنوب کې بهرامچه چې د اسلامي امارت په راتګ سره نوې ولسوالي نومول شوې، هلته هم یو ښوونځی تازه پرانیستل شوی دی.

د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال زیاتوي چې دا مهال په ټول هلمند کې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او هېڅ داسې ښوونځي شتون نه لري چې هغه دې د زده کوونکو پرمخ تړل شوی وي.

هغه وایي چې له یونیسف سره یې د درېو کلونو لپاره قرارداد کړی او دا مهال یې په باغران ولسوالۍ کې ۱۵ کلیوالي ټولګي هم فعاله کړي چې په وینا یې پر عصري زده کړو سربېره باغران ولسوالۍ کې ۱۶ دیني مدرسې هم په منظمه توګه فعالې دي او شاوخوا ۴۴۰ زده کوونکي په کې په دیني زده کړو بوخت دي.

په دغه ولایت کې ټولټال ۱۰۸۲ دیني مدرسې او ۴۱۷ ښوونځي فعال دي چې د یادو ښوونځیو له جملې یې دا مهال ۳۳۰ په بشپړه توګه فعال دي او پاتې د ښوونکو د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وایي چې یاد تړل شوي ښوونځي به هم د ښوونکو د کمښت او اقتصادی ستونزو تر حل  ورسته فعاله کړي.

باغران د هلمند په شمال کې یو غرنۍ ولسوالي ده چې له مرکز لښکرګاه څخه په ۲۱۰ کیلومترۍ کې موقیعت لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته