خبرونهټولنه

د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د عمومي وضعیت ارزونه وشوه

 لشکرگاه، د غبرګولي ۱۱مه، باختر

د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي ولسوالیو د عمومي وضعیت د نظارت او ارزونې لپاره ټاکل شوي پلاوي بهرامچې ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه.

د ولایت مقام د استازي بشیر حاجي صاحب په مشرۍ دغه پلاوي کې د بېلابيلو ادارو لکه امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، علماؤ شورا، استیناف محکمې، فقهي مجالسو، محابسو، اطلاعاتو او فرهنګ، زراعت، صحت او امربالمعروف استازي شامل دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي سید محمد (حیرت) باختر آژانس ته وویل، چي دغه پلاوي  بهرامچي ته د رسېدو سره سم لومړی د جنايي محبس څخه لیدنه وکړه، د ټولو بندیانو دوسیې یې په غور سر وکتلې او د اړوندې محکمې قاضیانو ته یې د بندیانو د دوسیو پر وخت څېړلو او د هغوی په حق کښي د عادلانه پریکړو سپارښتنه وکړه.

همدارنګه یاد پلاوي په نشه یې توکو روږدو کسانو د محبس څخه هم لیدنه وکړه او د هغو د جسمي او روحي درملنې په موخه یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د محابسو ادارې د استازي لخوا د دواړو زندانو د بندیانو د آسانتیاوو په موخه مسوولینو ته ۳۰ زره افغانی ورکول شوي، ترڅو په دغه پیسو د بندیانو لپاره لمریزي هندارې او کولرونه و پېري.

یاد پلاوي د بهرامچي د ( بي.ایچ.سي ) کلنیک د روانو روغتیایي خدماتو څخه هم کتنه وکړه او هلته یې د دغه روغتیایې مرکز اړوند مسؤلینو، ډاکترانو، روغتیاپالانو اوکار کوونکو سره د هغوی د فعالیتونو اوستونزو  په اړه خبرې وکړې.

 

نوموړي پلاوي د سیمي د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د جلا جلا لیدنو په ترڅ کې د هغوی، غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه د حل په موخه واورېدې؛ د ولایت مقام استازي د سیمو خلکو ته د ولایت مقام په استازولۍ د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده، چي د دغه هیئت لخوا یو شمېر هغه حقوقي ادعاوې چي له ډېره وخته نه دي حل شوی، او یا پاته وي وڅېړل شي او ورته د حل لارې چارې و لټول شي.

./ ابوی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته