خبرونهامنیت

د هلمند په مارجې کې په لسګونو جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

د هلمند د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس یې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کوکنارو کرل شوې کروندې واړولې چې په مارجې کې لا هم د کوکنارو د کروندو اړول دوام لري.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند د باختر آژآنس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د هلمند په موسی کلا، نادعلي، نوزاد، واشېر، باباجي او مارجې ولسوالیو کې په لسګونه جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار واړول شول.

د امنیې قوماندانۍ ویاند انجنیر احمد جان خالد وايي چې د عالیقدر امیرالمومنین له فرمان سره سم يې د کوکنارو د مخنیوي چاره په جدیت سره را پیل کړې، په خبره یې،  تر دې مهاله يې په لسګونو جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د خالد د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو په لښکرګا ښار کې هم د نشه يي توکو د پلور او پېر مخه نیولې او زیاتوي چې د نشه يي توکو د پېر او پلور په تړاو ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د هلمند یو شمېر کروندګر هم مني چې د نشه يي توکر کرکیله ناوړې پایلې لري چې ډېر زیان یې عامو افغانانو ته او ګټه یې د نشه يي توکو بهرنیو او کورنیو قاچاق کوونکو ته رسېږي؛ خو له نړېوالو غواړي چې د نشه يي توکو د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د هلمند ځايي چارواکي وايي چې ښايي تر دې وروسته په هلمند کې د نشه يي توکو په ځانګړي ډول د کوکنارو کرکیله صفر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي مارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په هلمند، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته