خبرونهامنیت

د هلمند په موسی کلا کې څلور جریبه کرل شوي  کوکنار واړول شول

 کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

د هملند امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یې  ۴ جریبه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

د یادې ولسوالۍ يوه مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغو ځمکو خاوند حاجي عبدالقيوم دهقان ته خبردارى ورکړل شوی، چې نور دې کوکنار نه کري.

هغه وويل، چې د لوى درستيز د رهبرۍ له مخې دوى، د نشه يي توکو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته