خبرونهټولنه

د هلمند په واټونو کې د څراغونو د ترمیم او نصبولو بهیر بیا پیل شو

کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په واټونو کې د ترافيکي څراغونو د ترميم او نصبولو بهير بيا پيل شو.

د لښکرګاه ښاروالۍ تخنیکي کارکوونکو د دغو څراغونو د ترمیم او فعالولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

ټاکل شوې ده  په دې پروژه کې د ښار په شاوخوا کې په لسګونه څراغونه ترمیم او فعال شي.

د لښکرګاه ښاروالۍ وياند محمد طاهر ابشار باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده په دې پروژه کې د ښار ټول څراغونه بيا ترميم او فعال شي.

د هلمند ښاريان د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلى کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته