خبرونهاقتصاد

د هلمند کانونو او پترولیم ریاست عواید زیات شوي دي

 کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د هلمند د کانونو او پترولیم ریاست چارواکي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې نږدې ۹۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.

د هلمند ولایت د کانونو او پترولیم رئیس مولوي محمد اعظم مسروري د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د دغه ریاست په عوایدو کې د تېر په پرتله دپام وړ زیاتوالی راغلی دی.

مسروري زیاتوي چې د روان کال په وري میاشتې او ثور میاشتو کې یې نږدې ۹۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د عوایدو د زیاتوالي لاملونه شفافیت او د اداري فساد مخنیوی ښودل شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته