کابل / د کب ۴مه /باختر
د هند مرسته شوي ۵۰ زره ټنه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي چې ډېر ژر به په تورخم کې مسوولینو ته وسپارل شي او پر اړمنو کورنیو به یې د وېش بهیر پیل شي.
د دغو غنمو لومړۍ برخه ۲۵۰۰ ټنه غنم دي چې ۵۰ باروړونکو موټرو کې د تورخم له لارې افغانستان ته راوړل کېږی.
د هند د بهرنیوچارو وزیر هرش وردن شرینګلا د دغو غنمو د لېږدونې په مراسمو کې وویل چې افغانستان ته د۵۰ زرو ټنوغنمو د لېږدونې بهیر درې میاشتې وخت نیسي.
هغه وویل هېواد یې د افغانستان له اړمنو خلکوسره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مقاماتو له افغانستان سره د هند د مرستو هرکلى کړی دی.
ج-ا