خبرونهاقتصاد

د هند لومړنی ترانزیتي کارګو د افغانستان له لارې ازبکستان ته صادر شو

 کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر

د هند د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته داخله  او د حيرتان بندر له لارې ازبکستان ته صادر شو.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې  پرون یې منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د دغو سوداګريزو توکو          د لېږد په اړه خبرې کولې وویل: د دغو سوداګريزو  توکو په لېږد سره لومړی عملي  ګام اخیستل شوی چې افغانستان په  سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په  یوه لویه      لاره بدل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، اسلامي امارت  د افغانستان او          د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د لا پیاوړتیا  لپاره هڅه کوي.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزير زياته کړه چې منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې دهند د سوداګریزو توکو لېږد د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د هوکړې څرګندونه کوي.

له بلې خوا د خصوصي سکتوراستازو چې کابل ته دهند د لومړۍ جوپې د سوداګريزو  توکو د لېږد په غونډه کې ګډون کړی و، له ګاونډیو او سیمې سره د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوښت هرکلی وکړ او ویې ویل، افغانستان د دې وړتیا لري چې په یوه اقتصادي لاره بدل شي او د افغانستان له لارې د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ بهیر پیل په دې برخه کې یو لوی ګام دی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته