خبرونهفرهنګTOP

د هنر ملي کور د جوړولو لپاره یوه طرحه وړاندې شوه

۳۰- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د “هنر ملي کور” د جوړولو لپاره د یوې طرحې د برابرولو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر په مشرۍ نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په دې غونډه کې چې د بېلابېلو بنسټونو استازیو په کې ګډون کړی و، د هنر ملي کور د جوړولو د اړتيا او په اوسنيو شرايطو کې د هنري ارزښتونو په دفاع کې د هنرمندانو د پيوستون په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د يو ټولنيز بنسټ په توګه د هنر ملي کور، کولاى شي ټول هنرمندان تر يو چتر لاندې راټول کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې دغه وزارت د هنر ملي کور د جوړولو په اړه د جمهوررييس د فرمان د تطبيق لپاره هېڅ راز مرسته او همکاري نه سپموي.
د غونډې برخه والو د هنر ملي کور د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل او
په پاى کې پر يوې توحيد شوې طرحې موافقه وشوه چې جمهوري رياست ته ولېږل شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته