کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ايران د اسلامي جمهوريت په پارلمان اوپه تهران کې د آيت الله خميني په مزار باندې د غبرګولي د مياشتې په ١٧ نيټه د چهارشنبې د ورځې تروريستي بريدونه په کلکه غندي.
د روژې په مبارکه مياشت کې پر مسلمانانو په بريد سره نړيوال تروريزم يو ځل بيا وښودله چې په هيڅ دين او مذهب پورې مربوط نه دي او د نړۍ په بېلابېلو سيموکې ورته بريدونه ثابتوي چې دغه ناوړه پديدې پوله او جغرافيا نه لري.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د ايران د اسلامي جمهوري دولت د ګاونډي او ورور هېواد له دولت او خلکو سره د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې يو ځل بيا له دغه ګډ دښمن سره په مبارزه کې د هېوادونو د نږدې همکارۍ او پيوستون په اړتيا ټينګار کوي.
0 1 دقیقه لوستل